شهريار چي په باړخو زلفي ول ول کا
په شوکت د حسد زړونه يرغمل کا
عجب نه ده که وحشي د کوه و دښت شي
هر چي زړه له آهو چشمو سره ول کا
عاشقان دي پتنګان باندي رپيږي
په مجلس کي چي څراغ د حسن بل کا
که دلبر په بېلتانه ځي هسي اوښکي
لکه روح چي له کالبه څخه بیل کا
دواړه لب ئې که خواږه دي تر شکرو
فراقت بې پر ما زهری هلا هل کا
د رقيب له جوره تېر د يار تر کوره تېر شوم
له فقير سره سپی جنګ و جدل کا
په ډېر زهد به زړه ويښ نه کړې زاهده
راشه ورد د پير محمد سوی غزل کا
تړاو: پیرمحمد کاکړ
Afghan Afghani Converter