هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۷/۱۲/۰۵ خپرندوی

څلوریځه

لېوال
په تمه يم د شونډو چې پر لاس دې ښکلوم
پر زنه باندې نه؛ يو لږ څه پاس دې ښکلوم
پرون دې په ټپه کې د خولګۍ_خولګۍ ويله
راځه ګرانې ټپه او دا احساس دې ښکلوم

 

سرمې ځارشه هم قربان دخپلې خاورې

لاړ به نشم په هېڅ شان دخپلې خاورې

که مې سرځي که مې مال ځي پدې خاوره

پرې به نږدم دښمنان دخپلې خاورې

 

څلوریځه

څه ساده دی داپښتون چې تربګني کا

زه دزړه وینې پرې څښم دی دښمني کا

خلکو لاندې ترپښو ستوري سپوږمۍ کړل

دی لا دوو مېږوته ناست دی اوشپني کا

 

یوڅوبیتونه!

له آسمانه سهارداسې آوازراغی
چې داځمګه په همت باندې خواړه شي
په پېسوپسې پښتو،پښتونارې دي
پښتانه هم پاړسي وايي چې ماړه شي
بختانیه!که افغان ملت راویښ شو
نودخلکودروزګاریوبندتاړه شي

 

لنډى

دښمنه سر دې نغرى شه

چې پښتانه درباندې باندې کړي دېګونه

 

   اوس راته غوږ شه د زړه سره  

   درته كيسه د خپل ميئن زړه تېرومه

TinyPic image

 


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ