هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۷/۱۱/۰۵ خپرندوی

ژوند 

  غلې شانته مې خوا ته راغله او راته يې وويل :

زه افسوس کوم په هغه ښکلو او رنګينو خاطرو ، چې د غبار په څير محوه شوې . زه افسوس کوم په هغه ښکلو خوبونو، چې بې تعبيره پاتې شول  . دا ورکې هيلې نه پيدا کيږي  . زه ستومانه يم نور نه غواړم،چې ﻻلهانده واوسم . سره له دې ، چې ځينې راته وايي دا لټون له سره پيل کړم خو څنګه يې پيل کړم کله چې نه پوهيږم پايله يې چيرې ده ؟

 ورته ومې ويل  : پايله نه لري !  هره شيبه نوی پيل دی ، هره شيبه نوی پيدايښت دی ، هره شيبه نوې هيلې دي  او نور هيڅ نه دي  . يوازې ستا تصور دی . هر څه چې دي همدا اوس دي او بس .

بيايې راته وويل :

زه خو يوازې هغه څه وينم ، چې تير شول ، زما عمر، زما خاطرې ، زما دوستان ، او زماهيلې….

هر څه ختم دي . هره دروازه تړلې ده.ماضي زه له پښو وغورځولم او راتلونکی را ته تياره ښکاري .

  ومې ويل  

          نه نه هغه ﻻره,  چې ستا دپښو پلونو پای ته نه ده رسولې هغه څنګه ستا ﻻره کيدی شي ؟ هغه دروازه, چې تا ټکولې نه ده  تا يې د خلاصولو اراده نه ده کړې څنګه ستا په مخ وتړل شي ؟ همدا تنګې او تياره کوڅې ستا د هدايت ﻻره ده !!!

ته غورځيږې خو بيا راپورته کيږې ليکن ته يوازې خپل لويدل محسوسوې پورته کيدل نه .

تا خپل زړه په يو سيوري تړلی ، ته په دې نه پوهيږې ، چې هغه ستا خپل سيوری دی .حقيقت بل چيرې دی ، تا په هغه چا زړه تړلی دی ، چې تا تل ځوروي ، تا ژړوي او تا زما څخه نهيلی کوي .

خو زه تا ته وايم چې ته ځان ته يوه داسې ﻻره غوره کړه ، چې تاد خپل زړه او روح ژورو ته ښکته کړي  .هلته به رښتني مينه ، ستا ورکې هيلې ، ستا بې تعبيره خوبونه او ستا رنګينې خاطرې، تا ته په تمه وي . ته به دا هرڅه پيدا کړې او يو ځلې به بيا ووايې ، چې ژونده تا ريښتيا ويلې و دا تنګې او تياره کوڅې زما د هدايت ﻻره وه !!!

2008/11/24


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ