هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۷/۰۸/۱۸ خپرندوی

 هله یاهو هله یاهو ووایه
هله میراته وسله وغورځوه
هله راځه هله پايڅې  بډوهه
هله ځولۍ نیسم مڼې څنډوهه
* * *


هله چې ورانه چوتره جوړه کړو
د کلا بر سر کې حجره جوړه کړو
هله ماشینه له اوږې کوزه کړه
چې ترې څپرې ته زینه جوړه کړو

* * *

 


هله جومات مو مناره نه لري
په کې ماشوم څونډی سپاره نه لري
هله میله د راکټ کور نه راوړه
ورانه دیره مو کټاره نه لري
* * *


راشه دا لس ګوتې کړو لس بزغلي
د زړه پر للمه چې باران ووري
که له آسمانه څاڅکي  نه پریوتل
اوبه به ورکړو اوښکې څاڅکي څاڅکي
* * *


د ټوپک ماته شپیلۍ وشرنګوه
د توت پر شنه څانګه یې ونڅوه
چې ښوونځي ته ترې ټالۍ جوړه کړو
هله ګولۍ د ټانګ راوځړوه

 

ع. لېوال

 


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ