هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۷/۰۸/۱۶ خپرندوی

لیکوال : علم ګل سحر             

                  


  په کوټه کې دناستو کسانو خبرې ددوستۍ خبروته ورته نه وې راغلو کسانو په خبرو کې یوبل ته وار نه ورکاوو ،دخبرو آواز یې وار په وار لوړیده ، داسې معلومیده چې د ناستو کسانو ترمنځ لویه لانجه را ولاړیدونکې ده .
فاطمې د وره له شا دهغوی یوه نیمه خبره اوریده:
- که دقناعت خبره شي موږ هر یوه هغه ته ویلي دي خو هغه دچا خبرې ته غوږ نه ږدي.
- قوماندان صاب وایي که په زور وي که په رضا وي ، زه نور صبر نه شم کولای.
- دایې اخیري وار دی ، موږ ته یې ویلي چې زه یو ځواب غواړم یا هو یا یه.
-  مروت رښتیا وایي موږ هم مجبور یو چې تاته اخیري ...
- شابه دینه که زموږ منې دادې په ګټه ده ، ولا چې څراغ پسې واخلې که دخپلې لور لپاره داسې ځای پیدا کې.
ددوی په ګډو وډو خبرو کې د شهاب الدین غږ ورک و.
یوه بل په لوړ آواز وویل:
- خپل بخت په لغته مه وهه، خدایزده په قوماندان څه کوډې شوې ، چې له تا سره یې دوستي ته زړه شوی ، کنې ته چیرې او هغه چیرې.
فاطمه په لمدو سترګو د وره شاته ولاړه وه ، لکه دشمال په مخه کې د شمعې
لمبه کله به یوې او کله بلې خواته کږه شوه ، دروازې ته به یې غوږ نږدې کړ ، چې خبرې واوري ، بیا به یې په ویره شاته وکتل چې څوک یې ونه ویني چې چاته یې غوږ نیولی . ددروازې چولو ته به یې ښه غوږ نږدې کړ ، دچا قهرجن غږ یې واورید:
- بس بله پکې نشته ، نور یې نو خوښه ستا .
خو فاطمه دخپل پلار په غږ پسې ستړې وه ، دنورو په ګډووډو خبرو کې یې د خپل پلار ټیټ غږ واورید:
 

-اخیر دخدای لپاره قوماندان وګوره او زما لور ، دنیکه په ځای یې دی ، بیا تاسې پوهیږﺉ ...
غږ یې دنورو په خبرو کې ورک شو، یوه وویل:
- عجیب سړی یې ، خدای دې خوار نه کړه پخپله ګټه او تاوان هم نه پوهیږې.
فاطمې خپل غوږ وره ته نور هم نږدې کړ . په ټول وجود یې ګبڼۍ ګډه وه ، داسې لړزیده لکه دزلزلې له چاودنې دمخه چې ځمکه لړزیږي . زړه یې و، چې کوټې ته ورننوزي او ټولوته ووایي چې داسلم قاتلان تاسې یاست ، تاسې هغه وژلی دي.
څو ځله یې په زړه کې غوټه کړه چې دروازه وټکوي ، یوځل خویې دواړه لاسونه هم پورته کړل چې دروازه وټکوي . خو بیرته ددروازې څنګ ته کیناسته  ، دګناه احساس ورسره ملګری شو ، لکه څوک چې په  کړې ګناه پښیمانه وي او توبې باسي ، لاسونه یې دغوږونو خواته یووړل، دټیکري په پیڅکه یې خپلې اوښکې پاکې کړې .
مور یې دشیدو جام په لاس په کوټه راننوته ، دې ځان دغوړیدلي دسترخوان په ټولولو بوخت کړ ، داسې یې وښودله ، چې دمخه یې ډوډۍ خوړله . مور یې پوښتنه وکړه:
- سړي لا نه دې وتلي ؟
فاطمې ځواب ورنه کړ ، ستونی یې ډک ډک کیده ، ژړا دخبرو کولو مجال نه ورکاوو.
مور یې بیا وویل:
- دظالمانو دې کور ړنګ شي ، لکه چې دا وار تش لاس نه ځي .
فا طمه سلګیو واخیسته ، ژړا یې سوکه سوکه زیاتیدله ، دمور په غاړه کې ور ولویده ، ځان یې داسې پورې ټینګ کړ لکه څوک چې دکوم ظالم له منګولو را خلاص شوي وي او د بل په غیږ کې ځان پټوي .
مور اولور دواړو سره ژړل .ښه شیبه یې په غیږ کې سره نیولی ول .


مور یې په سلګیو کې وویل:
- لورې مه ژاړه زموږ به خدای په قسمت کې داسې لیکلي وي ، تللي بیا نه راځي.
له دې سره د فاطمې لاسونه سست شول ، په نا امیدی سره یې ځان د مور له غیږې را خلاص کړ .د کوټې په کونج کې کیناسته.
په هغه نرۍ لاره چې د فاطمې زړه ته تیره شوې وه یوازې دیوه کس د مینې دګامونو آواز اوریدل کیده هغه اسلم و، چې له یوه کاله راهیسې یې دمړي او ژوندي پته نه وه .
دفاطمې مور لکه چې پخپله خبره پښیمانه شوي وي ، له کوټې ووتله ، په وره کې یې یوازې وویل :
- ژاړه مه ، څوک به واوري .
په کوټه کې ناستو کسانو په لوړ آواز خبرې کولې ، فاطمه له ځانه سره پټه پټه ژړیدله ، نور یې په کوټه کې دناستو کسانو خبرو ته توجه نه کوله ، لکه چې ځان یې برخلیک ته سپارلی وي ، څه شیبه وروسته یې اوښکې پاکې کړې ،له خپل ځای څخه را ولاړه شوه ، ددروازې خواته فلزي صندوق سره کیناسته .
خدایزده څه یې په زړه کې وروګرځیدل ، دمیلمنو د کوټې وره ته نږدې شوه . دناستو کسانو خبرې هماغسې بې نوبته روانې وې ، دیوه خبرې به نه وې خلاصې ، چې بل به په خبرو ور ګډ شو ، هغسې لکه دراډیو ستن په دوو ستیشنونو برابره شي .
 فاطمې دکوم چا قهر جن غږ واوریده:
- لیونی کیږه مه، هغه که ژوندی هم وي دمرګ کالي یې اغوستي دي .
فاطمه هکه پکه ودریده ،  له ځانه سره یې وویل :
- دا څه اورم ، هغه که ژوندی هم وي ، څوک ، څوک یادوي ؟

 

فاطمې خپل غوږونه نور هم دوره خواته ور نږدې کړل ، دخپل پلار ورو غږ یې واورید :
- دما لور خو داسلم په نامه ناسته ده ، له مرګ وژونده یې خدای خبر دی اوس چې ....
ستار یې خبره پرې کړه :
- ته لیونی یې ، لیونی قوماندان پنا چې څوک پنا کړي بیا نه دې را غلي .
- خو زه دا ...
- بله پکې نشته ، که این کې که بین کې دا پټی به شین کې ، نن به دقوماندان دکوژدې ډزې کیږي .
فاطمې د مروت غږ وپیژاند چې ددې پلار ته یې نصیحت کاوو:
- ګوره شابه دینه دمار خولې ته لاس مه ور وړه ، بیا ته خو شکر هوښیار سړی یې ، ځان پوه که .
 دکلا مخې ته د کلاشینکوف له پرله پسې ډزو سره د راغلو کسانوله خندا سره د مبارک مبارک غږونه هم ماګري شول .

23/4/1374
پکتیا - زرمت


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ