په زړه پوري شعر  د پارلمان په اړه چي هم دخندا هم دژړا وړ دي

 

څه تقدیر څه شرنوشت څه انتقام دی

دژوندون سهارمو څنګه تور ماښام دی

داچې ټوله دمرګي پرخوب ویده یو

اړولی مو پرسر دزهروجام دی

دقانون کوربې قانونه مسخره ده

دملت کور دارذالو ازدهام دی

انسانان په کې خرڅیږي په بولیو

پارلمان نه دی دکان دګنګارام دی

دافغان خوله ده له خاورو څخه ډکه

داغیارو دبړیڅو شیرین کام دی

حدیثونه غوبلونو ته ورښايي

دسیاف دتدریس څه خراب انجام دی

دهیواد دنوامیسو قانون پلوري

قانوني دغلامانه ذهن غلام دی

دنقیب د پرنګي نوکرۍ زور دی

چې اسحاق دانګریزي خنجر نیام دی

محقق اوبهزاد بیا میخکوب ته جوړشول

چې تړلی یې مظلوم کابل ته لام دی

چې شورا یې جرثومه دتعفن کړه

دمارشال دشامیې حس ته سلام دی

کله جنګ کا کله مچه ترېنه اخلي

ملا ایښی دبکتاش سومبۍ ته دام دی

فوزیه دشهوتونو عجوبه ده

هر مینده پرتوګ ویستلی پاس پر بام دی

یاسیني پرپنجابي دال شکر کاږي

دایران دجاسوسۍ سمبول پدرام دی

په سجده کې دابلیس سندره وايي

معنوي داسې ملا داسې امام دی

پنډکي ترې چنګیزي پنډیانو یوړل

پرافغان وطن ګډ شوی څه لیلام دی

ټول برباد دي چې یې ځای وي په ولس کې

دملت دشړل شویو لوړ مقام دی

دپښتون دمرګي توره تبه ګوره

چې څوک سر پورته کوي مرګ یې پرنام دی

په شپیتو رایو کامیاب حفیظ منصور شو

په زرهاو رایو تورقانع ناکام دی

میکروبونه مو زخمونو کې چاغیږي

جراسیمو را فلج کړی ټول نظام دی

پرثابت عبدالجبار مې سلام وایه

ننګرهار دی شرمیدلی ګام پرګام دی

ستا دیارکندهار هم پرهار پرهار دی

چې لالی یې وکیل شوی عام وتام دی

زما دحال پوښتنه مه کوه رقیبه

ددرد کان مې هریو رګ هر یو اندام دی

دملت دتورتمونو توره شپه کې

غلام فاروق شاعر لیکلی دا کلام دی



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۸۹/۱۲/۲۰
 
اعلان.

.:: کلیک ::.