|
|
په کور کي ئې د میرې له بده چلنده زړه تنګ سو، و "امن کور" ته د ځان رسولو په نیت ئې پولیسو ته پناه یووړه. قومندان پر نجلۍ د بدلمنۍ او له کوره د تېښتي دوسیه جوړه کړه. پولیسو نجلۍ له دوسیې سره د "امن کور" ته ولېږله.د امن کور مشره د نجلۍ له فریاد او غوغا ستړې سوه، نجلۍ ته ئې وویل: د پولیسو له قومندانه غوښتنه وکه، چي له دوسیې دي د بدلمنۍ تور لیري کړي.له ډېرو زاریو وروسته قومندان له دوسیې څخه د بدلمنۍ تور د لیري کولو لپاره له نجلۍ څه زنا غوښتنه وکړه، خو نجلۍ د قومندان له دې شرط سره مخالفت وکړ؛قومندان په زور او جبر پر نجلۍ جنسي تېری وکړ. محکمې نجلۍ د معاینې لپاره و عدلي طب ته ولېږله. عدلي طب ثابته کړه، چي نجلۍ بدلمنې ده او دمحکمې په حکم نجلۍ د زندان و تورو تمبو ته واچول سوه.
:: اړونده موضوع:
زما خبري
:: تړاو:
ټوټه
|
|
|