د نړۍ تر ټولو لوړ انسان واده وكړ.


 gkrwub53u0eltso1jxws.jpg

سلطان كوسېن چي دوه متره او ۵۱ سانتي متره ونه لري او د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان عنوان يې خپل كړى دى د سوريې د هېواد نه د مروه ديبو سره خپل ژوند شريك كړ.

سلطان چي د هېواد په سوېل ختيځ كي د ماردين د ولايت په يو كلي كي اوسيږي دده په وينا د `` د خپل ژوند د ميني`` سره يې واده وكړ. د سلطان د لاسونو اوږدوالى ۲۷ سانتي متره او د پښو اوږدوالى يې ۳۶،۵ سانتي متره دى چي پدې برخه كي هم د نړۍ د ترټولو اوږدو لاسونو او پښو لرونكي انسان په توګه د ګېنس د ريكارډونو په كتاب كي ثبت دى.

د سلطان كوسېن واده د ماردين د ولايت والي هم ورغلى وو چي د كورنيو چارو د وزير معمر ګولر په استازيتوب د مباركۍ پيغام وړاندي کړ. نوموړي وويل چي په پلازمېنه انقره كي د ګولر د كاري مصروفيتونو نه امله يې ونشو كولاى چي په واده كي ګډون وكړي.

ويل كيږي چي د سلطان كوسېن د واده دريشي د شپږ متره رخت نه د دريو ورځو هلو ځلو په پايله كي ګنډل سوې ده.

سلطان كوسېن چي په ۱۹۸۲ كال كي د مارين په ولايت كي زېږېدلى دى په ۲۰۰۸ كال كي يې د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان لقب ترلاسه كړى وو چي اوس هم ورسره دى.

مروه ديبو بيا د خپل مېړنه شاوخوا ۸۵ سانتي متره ټيټه ده خو د نوموړې په وينا د وني په برخه كي د سلطان سره هېڅ ډول ستونزې نه لري او ډېره خوشاله ده چي د خپلې ميني سره يې واده كړى دى.

 

glksdlv1cgw7j16op3.jpg

v22amf1ji76bxblnncw.jpg

e9s3legb7l6a48pagjn.jpg



:: اړونده موضوع: جالبي پيښي
:: تړاو: جالب
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۸/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.