http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-573514001322400779-parsnaz-ir.jpg

د نجونو سنتي يا ختنه په افريقايي او د منځني ختيځ

هيوادونو کي ډيره دود او رواج ده.

د عراق په شمال کي هم پر ښځو دا  دود تطبيقيږي،

چي ډير زوروونکى او دردونکى دئ.


http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-672768001322400779-parsnaz-ir.jpg

اوه کلنه شيلان د تړلو دروازو تر شا په يوه خونه کي،

د پاکۍ په تيره چاړه سنت کړل سوه،

پداسي حال کي چي ژړا شور او فرياد يې،

کور او کلى پر سر اخيستى و.

http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-682457001322400779-parsnaz-ir.jpg

 د عراق په شمال کي ٦٠ سلنه نجوني سنتي کيږي،

چي ددې عمل د مخ نيوي لپاره تر اوسه کومه هڅه نه ده سوې

او نه عراقي چارواکو ددې کړني مخالفت کړى.


http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-698731001322400779-parsnaz-ir.jpg

شيلان د خپلي سنتۍ څخه نا خبره وه،

ځکه چي مور يې ورته ويلي و،

د ګاونډيانو کور ته د ميلمستيا لپاره ځو،

کله چي د ګاونډيانو کور ته ولاړه،

هلته يې مور د کالو دايستلو وويل،

دلته نو شيلان پوه سوه،

په چيغو اوفرياد يې شروع وکړه.

دنورو ښځو په مرسته  شيلان پر مځکه پرې ايستل سول.


http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-699616001322400779-parsnaz-ir.jpg

يوې ښځي دنده درلوده، چي په تيره چاړه د نجلۍ د سنتۍ عمليات اجرا کړي.


http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-700371001322400779-parsnaz-ir.jpg

د شيلان د چيغو او فرياد په وړاندې دې ښځي په لوړ ږغ وويل:

((دا عمل د خداي په حکم اجرا کوم))

دشيلان چغي په ټول کلي کي اورېدل کېدې.


http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-700987001322400779-parsnaz-ir.jpg

تر ستنۍ وروسته د شيلان مور چي لور يې ژړل،

پداسي حال په غيږ کي نيولې وه،

چي له څېرې يې د خوښۍ او رضايت نښي له ورايه ښکارېدې.


http://ups.night-skin.com/up-92-02/%D8%B5%D8%B5%D8%B5.jpg

د شيلان مور نه پوهيدل چي ولي شيلان سنتيږي،

خو ددې په فکر دا د خداي حکم دئ چي نجوني بايد سنت سي.


http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-701867001322400779-parsnaz-ir.jpg

د عراقي کردانو يوه زړه ٩١ کلني بوډۍ وايي:

((زه دهغه ښځي د لاس ډوډۍ نه خورم چي سنت سوې نه وي))!


http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-702886001322400779-parsnaz-ir.jpg

خو د شيلان په ډول نجوني بيا وايي:

(( که دوى د نا سنت سوو نجونو د لاس ډوډۍ نه خوري،

بيخي  دي يې نه خوري،

کاشکي موږ هيڅ وخت دادرد نه ليدلاى))


http://ups.night-skin.com/up-92-02/0-704385001322400779-parsnaz-ir.jpg

 په ډيرو اسلامي هيوادو لکه افغانستان کي هم دا کړنه غير انساني بلل کيږي

http://ups.night-skin.com/up-92-02/%D8%B4%D8%B4%D8%B4%D8%B4.jpg





:: اړونده موضوع: جالبي پيښي
:: تړاو: دود
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۲/۰۴
 
اعلان.

.:: کلیک ::.