بډو خان مړ سو او وروسته له مرګه ملایکو بلي نړۍ (آخرت) ته بوت. بډو
خان له ملایکو نه وپوښتل چي
تاسو څه ډول پوهیږی چي یو کس څو ځلي درواغ ویلی دي؟
ملایکو بډو خان یوې خوني
ته بوت چي هلته زیات ساعتونه پر دیوالونو باندي ځوړند وه. ملایکو وویل:
هر ځلي چي یو څوک درواغ وایی د
ساعت عقرب یو ځلي حرکت کوي.
هغه ساعت د ګاندي دئ په ټول عمر کي یې دوه، درې ځلي حرکت کړی همدا ډول د پاچا خان ساعت.
هغه بل ساعت د کرزی دی هغه په
څو ساعتونو کي یو ځلي حرکت کوي.
بډو خان حیران پاته سو ځکه د جهادي مشرانو ساعتونه یې و نه ليدل.
بډو خان د ملایکو څه وپوښتل
د جهادي مشرانو (مسعود، مزاري، دوستم، سیاف،
فهیم ...) ساعتونه نسته؟
ملایکو وویل هو سته، د
دوی د ساعتونه څخه موږ په خپل دفترونو کي د چت د پکې په توګه کار اخلو.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه