http://danishpress.com/images/Qaney.jpg

سرې لمبې د اور مي زړه کي پټي دي

ځکه مي خبري هم سکروټي دي

 ستا دي وي زاهده د توبو دنيا

ما ايستي پخوا د تقوا سټي دي

 توري پنجابۍ چيغي پرې ګډي دي

بيا خپه زيږې نغمې پروټي* دي

څوک يې ښکلي نه ګڼي بد ذوقه دي

زما د شاجوى ټولي نجوني چټي دي

جوړ يې کړل قصرونه له لفظونو نه

مست قانع شاعر دئ دا يې ګټي دي

عصمت قانع

*پروټ : د احمدشاه بابا په لښکر کي يو غازي و چي د پنجاب سکان يې مسلمانان کړل



:: اړونده موضوع: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۲/۰۳
 
اعلان.

.:: کلیک ::.