۱ــ بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه (مذکر)نومو،صفتواوفعلوکي راځی لکه :
سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی
اونور
 ځای،سرای
لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی
نری،ګردی،لالی
راغی،ولاړی
دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .

۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه (مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه
سړي،لرګي،سوټي ،منګي
کالي،مالي.ښادي،
ګوري،ښوري،ځي،راځي
نري،ګردي،ګلالي
وروري،خپلوي،دوستي
چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .

۳ــ لکۍ لرونکې(ښځینه) یې( ۍ). په ښځینه نوموکي راځي لکه
سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ
ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ
ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ

۴ـ اوږده (مجهوله) یې( ې ) په ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه
ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې
چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ

۵ـ همزه لرونکې ( ئ ) په جمع فعلوکي راځي لکه
خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ
زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر وسي .

څېړونکى ، استاد،  او تاريخپوه ښاغلى محمدمعصوم هوتک

  Larawbar.com   څخه په مننه



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۹/۲۵
 
اعلان.

.:: کلیک ::.