چي په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نه شي

چري دي هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نه شي

***

راشه مظلوم ژوند مي په يو نظر، يوه لمبه کړه 

چي په ظالم زړګي دي پاتي ارمانونه نه شي

***

بيا د جنون ځواني مستي غواړي د مستي ميني

بيا چرته خيال د تورو زلفو ځنځرونه نه شي

***

په دعا ګانو مي د خوږ احساس دردونه نه ځي

څو چي ښېرې د شونډو تــړم ټکورنه نه شي

***

وړې مي د روح جنازه چرته د خندا پر اوږو

په وينو سره دي پرې شينکي، شينکي خيالونه نه شي

***

د نظر غشي د زړګي په چم په پام وروه

چرته زخمي په کي داستا نازک يادونه نه شي

***

خاموشي شونډي مي لوستې بيدارېدې ويل يې

اورونه مه چېړه لوګي دي پرې فکرونه نه شي

***

ويده دنيا اې د سايل قلمه مه لړزوه

د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نه شي

***

د رحمت شاه سايل

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۷/۰۲
 
اعلان.

.:: کلیک ::.