اراده خپله كړه، په زړه كې خپل ارمان ونيسه

لاس دې مات مه شه، د توپك پر ځاى ګلان ونيسه 

ستا د وطن د ښايستونو كيسې ټوله وايي

غېږه دې خلاصه كړه خپل ورور لكه ايمان ونيسه

دلته خو ټوله د اكبر پاچا لټان اوسيږي

يو بل ته وايي چې ته مخه د توپان ونيسه !!!

د كليوالې په لېدولو مې زړګي ته ويل

راشه په غېږه كې له ستورو ډك اسمان ونيسه 

ستا ارادت خو ورته سم دى نو سعيده اشنا

ټينګ تر لمنې دې د پير غوندي جانان ونيسه



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۴/۰۵
 
اعلان.

.:: کلیک ::.