<
Flag Counter more info about web visitors
Visits Counter


Online User

عبدالغفور لېوال

 


 

یوه ورځ  وه ،موږه دواړه په سفر باندې روان شو

زه او ته غــــــــاړه په غاړه په سفر باندې روان شو

 

یوه ورځ وه ، ما ژړلې سر مې ستا پر ولي کېښود

ستا په سترګو کې چې ورک شوم  داجهان مې واړه پرېښود

 

یوه ورځ ته شاه میرمن وې ، زه یوازې ستا پاچا وم

پاچانه وم ستا بندي وم، بدو سترګو نه پناه وم

 

یوه ورځ وه، موږه ستړي له دې دومره ډیرو خلکو

لاس په لاس دوه اوبو وړي له دې دومره ډیرو خلکو

 

یوه ورځ وه ، عاشقان ووعارفان وو، زه او ته وو

دزاړه ښار په کوڅو کې سرګردان وو، زه اوته وو

 

یوه ورځ وه ، په زیارت کې تر رنګینو جنډولاندې

تا ستومانه نظر کېښود زما پرستړي ګوګل باندې

 

یوه ورځ وه ، ستا له سترګو څخه اوښکې راروانې

زه حیران درته ولاړ وم، ستا وې زلفې پریشانې

 

 

یوه ورځ وه مادې سترګې په خپل رغوي کړلې وچې

تبرک و ستادعطرو ، مادې اوښکې کړلې پټې

 

یوه ورځ وه، ستا داوښکو دوې سکې وې زماپه جېب کې

زنګیدم ستاپر پاولیو ، شرنګیدمه ستا پایزېب کې

 

یوه ورځ وه ، ستا پر ژبه دغوسې سندرې شنې وې

زه دې اور ته وم نیولی، ستا په سترګوکې لمبې وې

 

یوه ورځ وه ، تا نیولی وم په غلا دخپلو اوښکو

په تاوان کې وم درپاتې دڅو سپینو تللو اوښکو

 

یوه ورځ وه ، راسره وې ستا داوښکو وږمې ډیرې

ما انکار کولی نه شو ، چې کړم سپینې سکې هېرې

 

یوه ورځ وه ، ما راټول کړل خپل خیالونه اوفکرونه

دښکلا په چینه وللي زما راڼه غمي شعرونه

 

یوه ورځ وه، ما راوړې ترانې وې او سندرې

دعشق روڼ دریاب نه وتې مرغلرې مرغلرې

 

یوه ورځ وه ، ما راوړي دزړه غږ نه مرجانونه

 تصویرونه په لفظو کې ګلابونه ګلابونه

 

یوه ورځ وه، ستاپښو ته مې دا هرڅه نذرانه کړل

ستا داوښکو په تاوان کې مې داټول دانه دانه کړل

 

 

 یوه ورځ وه ، تاویلې زما خیالونه پکارنه دي

زه دژوند شین غمی غواړم زما لفظونه پکار نه دي

 

یوه  ورځ وه ،چې داوښکو په تاوان کې دې  غوښتلم

بندیوان دخپلو زلفو په زندان کې دې غوښتلم

 

یوه ورځ وه، زما په لاس کې غزلونه مړاوې شوي

دسندرو نغمې مړې وې ، سرودونه رژیدلي

 

یوه ورځ وه ، زه نورهیڅ وم بې سروده بې سندرې

ستا پرحسن غبار ناست و دبېلتون دې کړې خبرې

 

یوه ورځ وه،  قیامت نه و،لمرختلی واسمان کې

زه لا مړ نه وم ، ژوندی وم لاهم ورک وم پخپل ځان کې

 

یوه ورځ وه، چې ته نه وې  ستا په عطرو پسې مړ وم

شرمیدم له خپله ځانه ، ستا داوښکو په غلا پړ وم

 

یوه ورځ وه، ستا غږ نه ودزاړه ښار په فضا کې

زه یوازې وم بې سیوري څه و مات زما په اروا کې

 

یوه ورځ وه ، عاشقان وو عارفان وو خو ته نه وې

زه او روح مې په کوڅو کې سرګردان وو ، خو ته نه وې

 

یوه ورځ وه، زموږ مینه بس یو خوب غوندې په یادوه

زما او ستا کیسه چې  وړې دبیلتون دژمي بادوه

 

 

یوه ورځ وه، تا په خوب کې راته وېل چې ژوندون څه دی

ما ویل دومره اوس پوهیږم ، چې مرګی تر بېلتون ښه دی

 

 

 

۲۴ اکتوبر  ۲۰۱۱

وارسا ،پولند



:: د موضوعاتو تړاو: بېلابېل هنرونه، علمي ليکني
خپرندوى : قانع
تاريخ : 90/08/24
 
جهت اطلاع از تنظیمات و ویــــرایش این قالب اینجا را کلیک کنید.

.:: کلیک کنید ::.