تبليغاتX
هسک ادبي اوهنري ویبلاګ

هسک ادبي اوهنري ویبلاګ
 
هسک او مځکه نغښته ستاده _ د مړو وده له تا ده

اعلان خپرولو ځاى
 
خپره سوي په تاريخ 91/02/21 لخوا سیداحمدقانع


شپون یمه 
یو ډانګ لرم 
تر سلو زیاتي ورۍ لرم 
ښکلې شان کېږدۍ لرم 

سر په بیابان یمه 
واسکټ لرم 
خولی لرم 
ښکلې شان کېږدۍ لرم 

ښکلی نازولی 
تور او سپین غوندې پاپي لرم 
زور د مست هاتی لرم 

کله چې تیاره شي 
نو رمه خپله را پنډه کړم 
ټوله شمېر په منډه کړم 

ټوله شپه پاپي 
زما رمه ساتي او څار کوي 
کار د څوکیدار کوي 

کله که لېوه راشي 
پاپي ډېر شور ماشور کوي 
منډې لور په لور کوي 

زه له خوبه پاڅمه 
او ډانګ په لېوه باندې کړم 
پورته ترې نه ساندې کړم 

بیا د لېوه سر 
او یا هم ملا په ګوزار ماته شي 
خونه یې میراته شي 

کله چې لېوه؛
د ډانګ له واره خپله ساه ورکړي 
تېره خونبها ورکړي 

لمر چې کله څرک وهي 
څرمن د لېوه وباسم 
لمر ته یې بیا وساتم 

کله چي څرمن د لېوه 
لمر ته نرمچکه شي 
جوړه ترې توشکه شي 

بیا یې نو په شګو کې 
هواره کړم آرام کوم 
خوب پرې شامدام کوم 

ماسره څرمنې 
د لېوانو بیخې ډېرې دي 
هومره چي بې شمېره دي 

شپون یمه 
رمه لرم 
تر سلو زیاتې ورۍ لرم 
ښکلې شان کېږدۍ لرم


خپره سوي په تاريخ 91/02/21 لخوا سیداحمدقانع

د اوبو د څښلو پر ځاى وختونه

اول سهار له خوب څخه د رابيدارېدو پر مهال يو ګيلاس اوبه څښل داخلي اعضاء فعالې ساتي.

 دوهم د لمباو څخه وروسته يو ګلاس اوبه څښل د وينې فشار نورمال ساتي.

 دريم: د ډوډۍ له خوړلو څخه نيم ساعت مخکښي دوه ګيلاسه اوبه څښل د هاضمې په ښه والي کي مرسته کوي.

 څلورم: له بيده کېدو څخه مخکښي نيم ګيلاس اوبه څښل انسان د زړه له ودرېدو او د دماغ له وچېدو څخه ژغوري.

 د اوبو د څښلو پر ځاى وختونه

اول سهار له خوب څخه د رابيدارېدو پر مهال يو ګيلاس اوبه څښل داخلي اعضاء فعالې ساتي.

 دوهم د لمباو څخه وروسته يو ګلاس اوبه څښل د وينې فشار نورمال ساتي.

 دريم: د ډوډۍ له خوړلو څخه نيم ساعت مخکښي دوه ګيلاسه اوبه څښل د هاضمې په ښه والي کي مرسته کوي.

 څلورم: له بيده کېدو څخه مخکښي نيم ګيلاس اوبه څښل انسان د زړه له ودرېدو او د دماغ له وچېدو څخه ژغوري.

 


خپره سوي په تاريخ 91/02/21 لخوا سیداحمدقانع

دا زموږ د ستر ګو وړاندي، «غني » ګوره څه تیر یږي
یــو با تور ملت غر قیږي، یو مظبوط وطن نړیږي

یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي

پاس د ستورو راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکي اوښکي
د آسمان په شنو غومبرو، لاري لاري رابهیږي

سر چي ږدمه په سر ویږدي، هیبتنا ک ږغونه اورم
ته واځمکه په منځ دوه شوه، افغاني وطن ډوبیږي

یا آسمان زموږ په ویر کي، کښته پر یووته په ځمکه
یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږي

«ایمل» ریږ دي په لحد کي، له غصې د زړه په تبه
چي مغل په خیبر و خوت، افریدي لا نه پوهیږي

د شنلي پر ځای له دښتو، تیرې تورېي زرغونیږي
د اوبو پر ځای له غرونو، نګه وینی رابهیږي

د باران پر ځای له وریځو، تندرونه راکوزیږي
د رحمت پر ځای له هسکه، غضبونه نازلیږي

«شمر» ښکته پورته دانګي، سترګې رډی توره کښلی
نه یی سترګیي له چا سوځي، نه یې شرم له چا کیږي

«زینب» چیغی کړی چي ربه، ته لا څه ته ورته ګورې
د«حسین» په زخمي زړه کي، د یزید خنجر ځلیږي

څه بې پته شوو جنګونه، څه بې هوډه شوو ننګونه
تو لعنت په دې شملو شه، لا دي جګي نه شرميږي

دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملې واچوئ په ځمکه
دا د شرم او ماتي نښي، پښتنو ته نه ښا ييږي

شمله هغلته شمله وي، چي په نر باندي وي لکه
اوس په هر کډو جګيږي ، اوس په هر «اجړا» خوريږي

خدايه دا دی څه راوکړه ، چي يو نر دي راپرې نښود
هر کمر ته چي تکيه شو، لکه شګه را شړيږي

يو «ميرويس» په موږ کي نشته، چي ګر ګين لاري ته سم کړي
يو «شير شاه» راپورته نه شو، چي «مغل» ته ودريږي


خپره سوي په تاريخ 91/02/21 لخوا سیداحمدقانع

هسې 
تاوې زړه کې مې خبرې 
ماوې څه دي راته وايه 

په موسکا دې وې چې هسې 
ما وې هسې دې قربان شم 
په دې هسې کې دې څه دي ؟ 
څه خواږه دي که تراخه دي؟
دا ګلونه که اوبه دي ؟ 
وايه څه دې چې په زړه دي 
***
تا وې نه نه هېڅ هم نه شته 
نه خواږه شته نه تراخه شته 
نه ګلونه نه اوبه شته 
خو بس هسې يو څه شته دي 
نه پوهېږم چې دا څه دي 
په دې زړه کې مې پراته دي 
څه دردونه دي خواږه دي 
کله لږ شي کله ډېرشي 
لاس تر غاړې مې چاپېر شي 
راياديږي راياديږي 
نه هيريږي نه به هېر شي 
***
ماوې يا شومې بخيلې 
ننواتې درلېږمه 
خپلې ماتې ګوډې هيلې 
دا خواږه خواږه دردونه 
پاڅه ټول راسره نيم کړه 
نيم به ستا نيم به زما شي 
دا په تول راسره نيم کړه 
تاوې نه کيږي شاعره 
ما وې ولي ولي ولي ؟
تا وې هسي هسي هسي 
ماوې هسي دې قربان شم 
تا وې ولي ولي ولي 
ماوې هسي هسي هسي

پيرمحمد کاروان

 


خپره سوي په تاريخ 91/02/21 لخوا سیداحمدقانع

څلور شیان نه راګرځول کیږی ژباړه: احمدظاهر ولي

په یوه لوی هوایی ډګر کی یوه ځوانه نجلۍ د خپل پرواز لپاره منتظره وه او باید د څو ساعتو لپاره یی انتظار کړی وای، ځکه نو نوموړی نجلۍ د ځان سره دا پریکړه وکړه چی یو کتاب رانیسی او په مطالعې خپل وخت تیر کړي . د کتاب سره هغې د بیسکوټو یو کوتۍ هم رانیول. د هوایي ډګر په یوه اطاق کې پر یوه کوّچ چوکۍ کښیناسته ترڅو استراحت سره سره مطالعه هم وکړي

یو سړی نجلۍ ته نژدې پر بله چوکۍ کښیناستی چیري چی د بیسکوټ پاکټ هم پروت وو، یوه مجله یی پرانسته او مطالعه یې پیل کړه

نجلۍ د بیسکوټو له پاکټ څخه یو بیسکوټ وخوړ، نو سړي هم ورسره د هغه پاکټ څخه یو بیسکوټ وخوړ. د سړي پدې عمل سره نجلۍ لږ خپه غوندي شوه خو څه یی ونه ویل او د ځانه سره یی په فکر کې دا خبره وکړه (ده ته وګوره چی زما بیسکوټ خوري، زړه مي غواړي چي پر مخ یې یوه څپېړه ورکړم). 

کله چی به نجلۍ بیسکوټ وخوړ نو سړی به هم ورسره د هغه پاکټ څخه بیسکوټ خوړی. د سړي دا عمل نجلۍ ډیره غوسه کړه خو نجلۍ نه غوښته چی د خلګو په منځ کی تماشه جوړه کړي

کله چي د بیسکوټو په پاکټ کی یو بیسکوټ پاته شو نو نجلۍ له ځانه سره وویل ( دا کم عقل سړی به اوس څه کوي؟)

سړي هغه وروستی بیسکوټ هم واخیستی اوپر منځ یی نیم کړ، نیم یې نجلۍ ته ورکړ او نیم یی خپله وخوړ

د سړی پدی کړني سره نجلۍ ډیره زیاته غوسه شوه، په ډیره چټکتیا یی خپل کتاب او نور شیان راغونډ کړه او د الوتکې پر لور وخوځیده. کله چی په الوتکه کی خپل پر څوکۍ کښیناسته، نو خپل په لاسی کڅوړه کی یی وکتل ترڅو خپلی عینکې راواخلي، پدې شیبه کې کله چي د نجلۍ سترګې خپل د بیسکوټو پرپاکټ ولګېدې، ډیره حیرانه شوه، ځکه د نوموړي د بیسکوټو پاکټ هم هغسي بند پاته وو. نجلۍ ډیره خجیله شوه او د ځانه سره یې وانګیرله چی دې ډیره غټه تیروتنه کړېده، ځکه د هغې نجلۍ څخه دا خبره هیره وه چی ددې د بیسکوټو پاکټ د هغې په خپل لاسي کڅوړې کې وو او هغه سړي بغیره کومې غوسې او بخل څخه خپل د بیسکوټو پاکټ ددي نجلۍ سره نیم کړی وو، پداسی حال کې چی څو شیبی مخکي نجلۍ داسي فکر کاوه چي هغې خپل د بیسکوټو پاکټ د سړي سره نیم کړی دی، او اوس نو ددې نجلۍ لپاره سړي ته د موضوع د روښانولو او یا هم د بخښنی غوښتلو هیڅ وخت هم نشته

څلورشیان داسی دی چی بیا نه راګرځول کیږی

هغه تیږه چی غورځول شوې وي

هغه خبره چی له خولې وتلې وي

هغه موقع چی تیره شوې وي

او هغه وخت چی تیر شوی وي .

 


خپره سوي په تاريخ 91/02/21 لخوا سیداحمدقانع

د ارتور په نوم د يو ملک پاچا و، چي د ګاونډي هېواد د پاچا له خوا ونېول شو او زنداني شو.

پاچا کولاى شول ارتور ووژني، خو د ارتور د ښکلې ځوانۍ، عقل او عقيدې تر اغېزې لاندې راغى، له همدې امله پاچا د هغه د ازادۍ لپاره شرط وړاندې کړ چي بايد يوې سختې پوښتنې ته ځواب ووايي

ارتور يو کال وخت درلود چي دغې پوښتنې ته ځواب ومومي او که تر يوه کال پورې پوښتنې ته ځواب ونه وايي، وبه وژل شي.

 

پوښتنه داسې وه: ښځې په واقعيت کي څه شى غواړي؟

دغه پوښتنه د ډېرى پوهانو او هوښيارو خلکو لپاره هم حيرانوونکي او سخته وه او فکر کيده، چي د ارتور په څېر ځوان ته به د دغې پوښتنې ځواب موندل ناشونى وي.

له دې امله چي د دغې پوښتنې د ځواب پيدا کول له مرګ څخه ښه وو، نو ارتور د پاچا شرط ومانه او يو کال وخت يې د ځواب موندلو لپاره قبول کړ.

ارتور خپل هېواد ته ستون شو او له ټولو يې نظرونه وغوښتل، د خپل دربار له شهزاده ګانو نيولې بيا تر ملايانو، هوښيارانو، احمقانو او... هغه له ټولو سره په دې اړه خبرې وکړې، خو هېچا ورته د قناعت وړ ځواب يادې پوښتنې ته ورنه کړ.

 

ډېرو خلکو له ارتور وغوښتل، چي د هغې بوډۍ جاودګرې مشوره واخلي، چي ويل کيدل يواځې هماغه دغې پوښتنې ته ځواب ورکولاى شي، خو احتمال و چي هغه به د دې پوښتنې د ځواب په بدل کي ډېر څه وغواړي؛ ځکه چي د دې جادوګرې د ډېرې زياتې حق الزحمې اوازې په ټول هېواد کي خورې وې.

کله چي د ټاکلي کال وروستۍ ورځ را ورسېده ارتور فکر وکړ چي د بوډۍ ښځې له مشورې اخيستو پرته بله چاره نه لري، بالاخره بوډۍ جادوګرې د دغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره موافقه وکړه، خو مخکي له ځواب څخه يې له ارتور نه وغوښتل چي د هغې حق الزحمه ومني.

بوډۍ جادوګرې له ارتور څخه وغوښتل چي د هغې واده له لورډلنسلوت په نوم د ارتور له نږدې ملګري، چي نجيب زاده او ستر پهلوان و وکړي، ارتور د دغې غوښتنې په اورېدو ټکان وخوړ.

 

بوډۍ جادوګره ډېره بدرنګه، وحشتناکه او زشته وه او يواځې يو غاښ يې درلود، ځان يې خوسا بوى کاوه، غږ يې هم ډېر وېروونکى او تريخ و او نور يې هم ډېر وحشي او بې زغمه صفتونه لرل.

ارتور په خپل ژوند کي هم له داسې پليت او بدرنګه انسان سره نه و مخ شوى، له همدې امله يې ونه غوښتل چي ملګرى دې يې له دې بوډۍ جادوګرې سره واده وکړي او يا دې هغه اړ کړي چي داسې وحشي انسان قبول کړي، خو په دغه وخت کي يې هماغه ملګرى لنسلوت د بوډۍ له دغې غوښتنې خبرېږي او له ارتور سره يې په دې اړه خبرې وکړې.

هغه وويل، چي په دنيا کي هېڅ داسې شى نشته چي هغه دې د ارتور له ژوند څخه لوړ وي.

له همدې امله د بوډۍ جاودګرې او لنسلوت د واده مراسم اعلان شول او بوډۍ جادوګرې هم ارتور ته د پوښتنې ځواب ورکړ.

پوښتنه داسې وه: ښځې په واقعيت کي څه شى غواړي؟

د بوډۍ ځواب داسې و: ((ښځې غواړي، دومره واک ولري چي وکړاى شي هغه څه يې چي په زړه وي هغه په واقعيت کي په ژوند کي وکړاى شي او د خپل ژوند د تېرولو انتخاب په خپله خوښه وکړي.))

 

د هېواد ټول خلک پوه شول چي د بوډۍ جادوګرې ځواب يو واقعيت دى او اوس به د ارتور ژوند وبښل شي او همداسې وشول هم، د ګاونډي هېواد پاچا ارتور ته ازادي ډالۍ کړه او د بوډۍ جادوګرې او لنسلوت واده ښه په شانداره مراسمو او درز دروز کي وشو، د ګبينو مياشت (Honeymoon) يې رانږدې شوه او لنسلوت ځان يوې وحشتناکي تجربې ته اماده کړ، د نکاح په شپه هغه د بوډۍ جادوګرې خوا ته په ډېر مات زړه او خپګان ورغى،،،،، خو څه يوه څېره هغه ته منتظره وه!!!؟

ډېره ښکلې پېغله چي ده په ژوند کي نه وه لېدلي، د بوډۍ جادوګرې په ځاى ناسته وه!

لنسلوت وارخطا شو او په بېړه يې ترې وپوښتل، څه پېښه شوې؟

ښکلې پېغلې ځواب ورکړ: له دې امله چي ستا غوندې ښکلي ځوان له يوې بوډۍ سره ډېر په مهربانى چلند وکړ، نو له دې وروسته به زه په څلورويشتو ساعتونو کي دوولس ساعته دغسې ښايسته پېغله يم او دوولس ساعته به هماغه بودۍ يم، بيا بوډۍ جادوګرې له هغه وپوښتل: کوم يو غواړې؟ د ورځې دې پېغله وم که د شپې؟

لنسلوت چي په يو عجيب حالت کي ګېر شوى و هېڅ نه پوهېده چي څه ووايي! که د هغې پېغلتوب د ورځې له خوا وغواړي، کولاى شي چي خپلو ملګرو ته خپله ښايسته مېرمن وښيي، خو د شپې په خلوت کي به په خپل قصر کي بيا له هماغه بدرنګې بوډۍ جادوګرې سره شپه تېروي! که د ورځې له خوا دغه بدرنګه او زشته جادوګره قبوله کړي او د ژوند شپې ورسره رنګينې کړي!

 

که تاسو نارينه ياست او دا کيسه لولى، نو کوم يو غوره کوئ! شپه که ورځ؟

که تاسو ښځه ياستى او دا نکل لولى، څه انتظار کوى چي مېړه مو بايد څه انتخاب ولري؟

خپل انتخاب د کيسې له پاى ته رسېدو مخکي وليکئ.

:

:

:

:

هغه څه چي لنسلوت غوره کړل، دغه وو:...

لنسلوت چي يو نجيب زاده او پوه سړى و، پوهېده چي جادوګرې پخوا ارتور ته د پوښتنې څه ځواب ورکړى و،

له هغې مخې يې ځواب ورکړ، چي دا انتخاب په خپله هغې ته ورکړي، چي په اړه يې هر څه تصميم نيسي.

بوډۍ جادوګرې د دغه ځواب په اورېدو وويل، چي له دې وروسته به د تل لپاره او شپه ورځ همداسې پېغله وي؛ ځکه چي لنسلوت دغه مسئلې ته، چي ښځه بايد د خپل ژوند د طريقې انتخاب په خپله وکړي، درناوى وکړ.

اوس فکر کوئ چي د دغي کيسې اخلاقي ټکى څه شى و؟ 

ژباړه: ميوند فدا

 


خپره سوي په تاريخ 90/10/16 لخوا سیداحمدقانع

زېړمازيګردى سيلۍ تونده اوبيا ودريږي
دچنارپاڼوته تړک ورکړي رو رو وبوڼيږي
دګڼو ونو دڅولښتو مينځ کي زيړه وړانګه
دځنګله غولي کي دشمي په څير وځليږي
تونده سيلۍ لښتي پر يو بل راسپرې غوندي کړي
خوځنده وړانګي ځي راځي پريوځاى نه دريږي
ددنګ چنارپه ورستۍ څانګه خوري ټالونه بلبل
ستړى ستومانه اوخوب وړى دى رو رو چغيږي
دپاڼوشور ورته اسانه موسيقي چوړوي
بلبل سندره وايي پاڼې په هرلور کږيږي
چنارپه ټول قامت سر ښکته اوبياپورته يوسي
څانګي پرمخ کړي راخورې اوپريوه پښه ګډيږي
شفق له سرو ګلونو ډګه لمن رو رو راځي
ګلابي وړانګې داسمان په کنارو خوريږي
هرسيلاني ددې تابلو بس څوګړۍ وي دلته
دخوږ ژوندون خوږې شيبې وي ډيري ژر تيريږي
ددې کوتا محفل دپاى شيبه دلمر غروب وي
چې لمر رخصت شي ددې بزم ګډونوال ستنيږي
دمازيګر رنګين ترکيب کې لمردروح په څير دى
چې لمـر ترې لاړشي نورله يوبل سره نه اوسيږي
زموږ دخوږ ژوندون مثال دى دغه زيړ مازيګر
چي روح ر خصت شي نور له هرچا نه هرڅه پاتيږي
ع مطمین


خپره سوي په تاريخ 90/10/02 لخوا سیداحمدقانع

د شمالي داکوتا د پوهنتون د روحي متخصصانو یوې ډلي د یوې نوي مطالعې په لړ کي ومونده هغه خلک چي د ډیرو خوږو خوړلو ته تمایل یا ګروهنه لري په واقعي ډول ډیر مهربانه خلک دي .د رآپور په اساس دې رواني متخصصانو زیاته کړې د ډیرو خوږو خوراکونو خوړونکي په خپله هم خواږه وي او له نورو سره ډیرې مینې محبت او مرستې ته تمایل لري .هغوی له ډیرو څیړنو وروسته دې پایلي ته رسیدلي هغه خلک چي د تروو مالګو او ترخو مرچکو په ځای د خوږو چاکلیټو او شیرینیو خوړلو ته تمایل لري هماغه راز له نورو حتى نا پیژاندو کسانو سره مرستي ته هم ډیره ګروهنه لري

.ژباړه عماد الدین پژمان


خپره سوي په تاريخ 90/10/02 لخوا سیداحمدقانع


 یوې نوي مطالعې معلومه کړې ده چي د چرګانو دغوښي او هګیو یوځاى خوړل دحافظې له پیاوړتیا سره مرسرته کوي .
دغه کار په هګیو کښي دکولاین په نوم د یوې ضروري مادې په خاطر دی چي زاړه حافظه له سره پیاوړي کوي .
دامریکا دبوسټن پوهنتون دسکول الف میډیسین پروفیسرې روډا او او دهغې تحقیقاتي ډلي په څوارلس سوه کسانو لس کاله مطالعه وکړه او دغه خبره یې معلومه کړه چي هګۍ او د چرګانو دغو ښي یو ځاى خوړل حافظه پیاوړي کوي .
په دې سربیره په شیدو، دنمکینو اوبو په کبانو ، ځیګر او سویابینو کښي هم دکولاین په نوم ماده سته چې دحافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي


خپره سوي په تاريخ 90/09/15 لخوا سیداحمدقانع

وايي چي دملانصرالدين نه چا پوښتنه وکړه چي ولي دي واده ونه کړ؟

ملا ورته وويل چي  په واده پسي هند ته لاړم هلته مي  ښکلي نجوني ډيري پيدا کړې خو دعقل نه خلاصي وې ، ولاړم عراق ته هلته مي عقلمندي او هوښياري ميرمني  ډيري پيدا کړې خو ښايسته نه وې بيا مي مصر ته سفر وکړ هلته مي داسي ښځه پيدا کړه چي هم ښاسيته او هم هوښياره وه خو بيا مي هم واده ورسره ونه کړ.

هغه نفر ورنه په ډېره تلوسه پوښتنه وکړه نو ولي دي ونه کړ؟؟؟؟

ملا ورته وويل چي هغه ښځه هم دداسي اوصافو لرونکي پسې ګرځيده چي ما غوښتل خو هغه څه په ما کي نه وه !

ريښتيا يې ويلي چي هيڅوک هم له ځانه نه دى پوره 


.: Weblog Themes By Pichak :.


ګواښ: د پاڼي ټول حقوق له هسک سره خوندي دي | جوړښت: پیچک